عبدالله وايي د سعودي سفر یې د اړیکو پیاوړتیا کې یو بل ګام دی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، سعودي عربستان ته د خپل سفر پرمهال چې د سعودي چارواکو په رسمي بلنه کېږي په بېلابېلو برخو کې ځینې تفاهم‎لیکونه لاسلیک کړي. ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې سعودي عربستان ته یې سفر له اسلامي نړۍ سره د اړیکو د لاپیاوړتیا برخه کې بل مهم ګام دی. وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون