د پاکستان د پنجاب صوبې «رحیمیار خان» ښار کې دوه بسونه ټکر شوي چې په نتیجه کې یې د ځايي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د پنجاب صوبې د روغتيايي چارواکو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په سهار د رحیمیار خان ښار "ریجا پاټک" ته څېرمه له کراچۍ نه د راتلونکي او فیصلاباد نه صادقاباد ته د تلونکي بس تر منځ رامنځته شوې ده.
د دوی په خبره، په مړو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي او زیاتوي چې ټپیان د رحیمیار خان او خان پور روغتونونو ته وړل شوي چې د ډېرو روغتيایي حالت د اندېښنې وړ دی چې له املهیې ښایي د مړو شمېر پورته شي.
د پاکستان د جیو نیوز خبریال له شیخ زاید روغتون څخه چې د دغه ټکر ګڼ شمېر ټپیان او مړي ورته وړل شوي، د دغه روغتون د چارواکو په حواله د ټکر د وروستیو تلفاتو په اړه وویل:
"پر خان پور روډ د دوو بسونو د ټکر به نتیجه کې تر دې دمه ۲۷ کسان مړه شوي او ۶۶ ټپیان دي، خو ډاکټران تر ۲۰ زیاتو ټپیانو روغتيايي حالت مرګونی بولي او اندېښنه ښيي چې ښایي د مړو شمېر پورته شي."
که څه هم پاکستاني رسنۍ د بسونو په دغه ټکر کې د مړو شمېر ۲۷ ښیي، خو روېټرز خبري اژانس بیا د رحیمیار خان د پولیسو یوه مشر حسن اقبال په حواله وايي چې په دغه ټکر کې ۳۰ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې په دې ټکر کې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
تر اوسه پورې لا د پېښې لامل نهدی په ډاګه شوی، خو ژغورندویه ډلې او پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي، څو د بسونو چتونه غوڅ کړي او مړي او ټپیان ترې راوباسي.
په پاکستان کې هر کال د موټرو او د مسافرو د بسونو ګڼ ټکرونه کېږي چې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او لامليې د موټر چلوونکو بېغوري او همداراز د سړکونو خراب حالت ګڼل کېږي.
د پاکستان ولسمشر او د پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف د پېښې په اړه خواشیني ښودلې، د ټپیانو د پوره درملنې امر یې کړی دی او همداراز يې د پېښې په اړه د بشپړ رپوټ چمتو کولو غوښتنه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې هم د رحیمیار خان ښار همدې ریجا پاټک ته نېږدې دوه بسونه ټکر شوي و چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پهکې مړه او ګڼ شمېر پهکې ټپیان شوي و.
راپور: ذبیح مومند