په زابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون یو خبریال تېر ماښام ووژل شو.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل:
"یعقوب شرافت چې د ملي راډیو تلویزیون خبریال و، زابل کې د وسلهوالو مخالفينو له لوري په رساله سیمه کې په شهادت ورسېد."
رساله سیمه د مرکز کلات مربوط ده.
یعقوب شرافت هغه وخت ساه ورکړه چې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته انتقالېده.
وسلهوال تر ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.