قوقندي: د لاجورد لار به تر راتلوونکې میاشتې پرانېستل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې د لاجورد لار به تر راتلوونکې یوې میاشتې پرانېستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان،ترکیې او ګرجستان په دې اړه تفاهم ته رسیدلي دي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"د ریل پټلۍ به د نوامبر تر وروستیو پورې له اقینې بندر سره وصل شي درې کیلومتره د افغانستان خواته غځېږي چې انشاالله د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او ۱۲هېوادونو د وزیرانو او سیاسي استازو په ګډون به پرانېستل شي."

ښاغلی قوقندي وایي چې د لاجورد لار په جوړېدو سره به په کم وخت او کم لګښت سره افغاني مالونه د اروپا بازارونو ته رسېږي.