د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي چې د احمد شاه ابدالي په نوم د کرکټ څلور ورځنۍ سیالۍ په کابل او ننګرهار کې روانې دي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د پنځو زونونواو کابل څخه د یوه ټیم په ګډون په کابل او ننګرهار کې جوړې شوي دي.
ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د کابل د کرکټ نوري څلور ورځنۍ سیالۍ به د ژمي
په رارسېدو سره په خوست کې ترسره شي.