حزباسلامي وايي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانانو تماس ورسره نیولی او سولې تهیې چمتووالی ښودلی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزباسلامي یو مخکښ غړی وايي، که افغان حکومت وغواړي دا ګوند چمتو دی چې وسلهوال طالبان له حکومت سره خبرو ته تیار کړي.
د حزباسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځینو مهمو قوماندانانو خبرو ته تیاري ښودلې.
ښاغلي کریم زیاته کړه چې د سولې لپاره خپل پلانیې له حکومت سره شریک کړی دی.
کریم زیاته کړه:
"د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته زموږ بل ګام دا دی چې باید د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل اړخونه د سولې پر بهیر ورګډ شي. د طالبانو نامتو قوماندانانو له موږ سره تماسونه نیولي. د دې کار لپاره موږ ډېر مشخص پلان لرو چې د افغانستان له دولت سره مو هم یو څه شریک کړی او په راتلونکي کې هڅه کوو دا پلان په هغه صورت کې چې دولتیې ومني د عمل په ډګر کې پلی شي."
د حزباسلامي دې مقام وویل، په هغو کسانو کې چې د سولې خبرو تهیې تیاری ښودلی د ملاهبتالله په مشرۍ د وسلهوالو طالبانو د اصلي ډلې او د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو د جلا شوې ډلې قوماندانان شامل دي.
حزباسلامي د تلې د میاشتې په ۸مه نېټه د سولې د عالي شورا په منځګړيتوب له افغان حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه او دا دی نېږدې درې اوونۍ وروسته غواړي له وسلهوالو طالبانو سره په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
معلومه نهده چې د افغانستان حکومت به په داسې حال کې چې له وسلهوالو مخالفینو سره د خبرو صلاحیتیې د سولې عالي شورا ته ورکړی، د پخلاینې واګي حزباسلامي ته ورکړي کنه.
د سولې عالي شورا له رسمي ویندویانو سره په دې اړه د تبصرې لپاره تماس ټینګ نهشو، خو د دې شورا یوه جګپوړي چارواکي د حزب د دې نوښت مشروط هرکلی وکړ.
دې چارواکي چې غواړي هویتیې پټ پاتې شي ازادي راډیو سره په خبرو کې سوله هغه مثبته هڅه وبلله چې هر څوک خپله برخه ونډه پهکې اخیستی شي خو هغه ټینګار وکړ چې دا هڅې باید د اصولو په چوکاټ کې وي.
د حزباسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو په اړه د وسلهوالو طالبانو دواړو ډلو بیخي جلا غبرګونونه ښودلي.
هغې ډلې چې ملاهبتاللهیې مشري کوي ویلي چې ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د سولې په کولو سره ستر جنایت ترسره کړ خو هغې ډلې چې ملا محمد رسولیې مشري کوي ویلي چې حزب اسلامي دا موافقه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د هغو د وتلو مهالوېش ته د مهلت ټاکلو د شرط پر بنسټ کړې چې دوی یې دا کار ستايي او د دوی هدف هم همدا دی.