په هایتي کې خلک د تېرې اوونۍ په سمندري توپان کې د خپلو وژل شویو عزیزانو لپاره ۳ ورځنی ملي ماتم پرون پیل کړ.
تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د هریکان ماتیو Hurricane Matthew په نوم سمندري توپان په هایتي کې ۳۳۶ کسان ووژل، ۲۱۱ یې ټپیان کړل او چارواکي وايي چې څلور کسان تر اوسه لادرکه دي.
د درې ورځني ماتم په موده کې به د هایتي بیرغ نیم ځوړند او د موسیقۍ کلپونه به بند وي.
د هاییتي د ولسمشر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې د قربانیانو د کورنیو او عزیزانو درد به دا هېواد یو موټی وساتي.
په ځینو راپورونو کې د دې تراژېدۍ د قربانیانو شمېر خورا زیاته ښودل شوې دي خو په داسې حال کې چې د هایتي د جنوب لویدیځ توپان ځپلو سیمو ته تلل ستونزمن کار دی نو د پېښې د قربانیانو د دقېقې شمېرې اټکل نهشي کیدای.
د مرستندویانو ډلو له سیمې څخه د ټیلیفون پر لیکه د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې د مړو شمېر په زیاتېدو دی.
په همدې حال کې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس د دې طبیعي مصیبت له قربانیانو سره د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه. پاپ پرون په واتیکان کې په مذهبي مراسمو کې وینا کوله:
"په ډیرې خواشینۍ سره مې په کارابین سیمه، په تېره په هایتي کې د تېرو څو ورځو د سمندري توپان خبر ترلاسه کړ چې خورا زیات ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.زه د نړیوالې ټولنې، مذهبي موسسو او د ښه نیت لرونکو وګړو د خواخوږۍ پر حس ډاډه یم."
د ماتیو Matthew په نوم دې سمندري توپان ته دا ځل ۴ مه درجه ورکړل شوې په داسې حال کې چې پنځمه یې تر ټولو سخته ده.
د دې توپان په ترڅ کې د ۲۳۰ کیلومتره په سرعت باد چلېده چې ګڼ شمېر کورونه، سړکونه او عامه تاسیسأت یې ویجاړ کړل.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د هایتي د توپان ځپلو سیمو شاوخوا درې نیم لکه وګړي سمدستي مرستو ته اړ دي.