ټاکل شوې د حزباسلامي یو پلاوی امریکا ته ولاړ شي.
د حزباسلامي ډلې د مرکچي پلاوي یوه غړي عتیقالله صافي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه څلور کسیزه پلاوی به د حزباسلامي د سیاسي چارو د مسؤل غیرت بهیر په مشرۍ امریکا ته ولاړ شي خو د سفر د وخت او اجنډا په اړهیې جزئیات ورنهکړل.
ښاغلي صافي همدارنګه وویل چې ښایي دغه ډله یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.
صافی وايي:
"د حزباسلامي پلاوی کابل کې تقریباً د اکثرو هېوادونو لهخوا دعوت شوی او د هغوی څخهیې ډېر استقبال کړی دی. کېدای شي راتلونکي کې حزباسلامي زیاتو هېوادونو ته د هغوی په غوښتنه سفر وکړي."
د سولې عالي شورا که څه هم د حزباسلامي د پلاوي د سفر په اړه معلومات نهلري خو وایي چې پر دغې ډلې د بندیزونو لیرې کول د حکومت مکلفیت دی.