د ټرمپ او کلېنټن مرستیالان نن مناظره کوي

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو د کاندیدانو مرستیالان به نن د ورځې ناوخته په یوه مناظره کې چي هغه د دواړو ترمنځ یوازینۍ مناظره ده، ګډون وکړي.

دغه بحث د ویرجینا په لانګووډ پوهنتون کې د اندیانا د جهوري غوښتونکي والي مایک پینس او د ویرجینیا د ډیموکرات سناتور ټیم کین ترمنځ په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ترمپ ښایي په اتلسو کلونو کې مالیه نه وي ورکړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تېرې اوونۍ په پای کې خبر ورکړ چې ښایي ټرمپ چې یوملیارډر دی په ۱۹۹۵ کال کې د یو ملیارډ زیان له امله چې ده کړی و، پر عوایدو مالیه نه وي ورکړې.