د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز جوړېدو تړون لاسلیک شو

د کجکي بند د دوهم فاز د جوړېدو هوکړه د شنبې په ورځ د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

دغه هوکړه په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او د ۷۷ په نوم د ترکې شرکت مسؤلینو لاسلیک کړه.

د ۷۷ په نوم ترکي کمپنۍ به تر راتلونکو څلورو کلونو د کجکي بند د دوهم فاز د جوړېدو چارې بشپړې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني یادې هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل چې افغانستان هیڅکله د وارداتي برېښنا له لارې پرځان نه شي بسیا کېدای نو لازمې ده چې په موثره توګه له خپلو کورنیو سرچینو استفاده وکړي.

ښاغلی عثماني وايي، د انرژۍ په برخه کې د افغانستان پرځان بساینه د سیمې اییزې همکارۍ سبب کېږي او ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه باید په دې برخه کې اندېښنه ونه لري.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

هغه زیاته کړه:

"د انرژۍ په برخه کې د افغانستان خود کفايي د هیڅ ګاونډي هېواد له ګټو سره په تضاد یا مخالفت کې نه ده، نو له همدې کبله که موږ د انرژۍ د وسعت په برخه کې هرګام پورته کوو دا په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه د ګاونډیو هېوادونو په ګټه هم تمامېږي."

د ۷۷په نوم ترکي کمپنۍ چې د کجکي بند په دوهم فاز دوه سوه میلیونه ډالره پانګونه کوي له دغه بند څخه تولید کیدونکې برېښنا به پربرېښنا شرکت پلوري.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي دا چې بهرنۍ کمپنۍ د انرژۍ په برخه کې په افغانستان پانګونې ته زړه ښه کوي دا د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې له تر ټولو ګټور ګام دی.

د هلمند د کجکي بند لومړی فاز په دیارلسوه څلور پنځوسم هجري لمریز کال کې بشپړ شو، خو د دوهم فاز چارې یې د کورنیو جګړو له کبله تراوسه په ټپه دریلې وې.

د چارواکو په وینا د کجکې بند د دوهم فاز په جوړېدو به د هلمند او کندهار سل زرو کورنیو ته د برېښنا ترڅنګ په دغه بند کې د یو میلیارد مکعب اوبو د زېرمې ظرفیت هم پیدا شي.

د کجکي بند د دوهم فاز په جوړېدو به ددغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي.

په ورته وخت کې د ۷۷ په نوم د ترکې شرکت مشر سلیمان سیلو وویل چې د کجکي بند د دوهم فاز جوړېدل به د هلمند او څېرمه ولایتونو د زراعتي ودې په برخه کې هم ګټور رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه:

"په کجکي بند کې ددغه سل میګاواټه برېښنا په تولید سره به ددغه بند د تولید ظرفیت یو سلو یو پنځوس میګاواټه ته لوړ شي او په سیمه کې به ورسره زراعت وده وکړي."

ښاغلي سیلو همدا راز د هلمند او کندهار له خلکو غوښتنه وکړه چې ددغه سترې پروژې په بشپړیدو کې ورسره مرسته وکړي.

د اوبو او انرژۍ د برخې کارپوه فاروق اعظم وايي دا چې افغانستان ورځ تربلې له کورنیو سرچینو د استفادې توان پیدا کوي دا په خپله افغانان راتلونکې ته هیله من کوي.

ښاغلی اعظم وايي، که څه هم افغان حکومت له مالي پلوه دومره توان نه لري چې په کمه موده د انرژۍ په برخه کې له ټولو سرچینو ګټه پورته کړي خو پکاره ده چې په دې برخه کې پانګونې ته لازمه زمینه برابره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس