د امریکا یو شمېر محافظه کارو ورځپاڼو د کلېنټن ملاتړ وکړ

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو شمېر مهمو محافظه کارو ورځپاڼو په دې اوونۍ کې ډیموکراټه کاندیده هیلري کلینټن تایید کړه او د نوموړي پر جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ یې انتقادونه وکړل.

له دې ورځپاڼو لپاره چې ځینې یې لسیزې جمهوري غوښتونکو ته وفاداره پاتې شي دا یو بې سابقې ګام دی چې د ډیموکراټ کاندید پلوي وکړي.

«ډالاس مارنینګ نیوز» «اریزونا ریپبلیک» «سن ډیاګو یونین ټربیون» او ځینو نورو ورځپاڼو چې د مخه تر دې د جمهوري غوښتونکي ملاتړې پاتې شوي اوس د ډیموکراټې هیلري کلینټن ملاتړ کړی.

د «یو. ایس. اې. ټوډې» ورځپاڼې چې د امریکا په کچه یو له ډېرو لوستل کېدونکو ورځپاڼو څخه ده هم خپل هغه دودیزه بې طرفي پای ته ورسوله چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د کومې ډلې پلوي نه کوي.

دې ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته یو خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي، ټرمپ خطرناک او تېر ایستونکی دی چې ددې ورځپاڼې په وینا هغه صداقت، پوهه، خوی او یو رنګي نه لري چې یو ولسمشر ته پکار دي.

ټرمپ د خپل ټویټر له لارې ددې ورځپاڼو له خوا د کلینټن تایید رد کړی او ویلي یې دي خلک هوښیار دی او په «ډالاس» او «اریزونا» ورځپاڼو کې به خپل ګډون لغوه کړي او یو. ایس. اې. ټوډې به هم لوستونکي له لاسه ورکړي.