په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په اوکراین کې د ماليزيا هوايي شرکت لوېدلې الوتکې په اړه د پلټنو نتايج نن د پلټونکي ټيم لهخوا د قربانيانو له کورنيو سره شريک شول.
د ماليزيا د هوايي شرکت د لوېدلې الوتکې قربانيانو خپلوان د ګډو پلټنو له ټيم سره تر ليدو وروسته وايي، «اېم، اېچ ۱۷» د روسي جوړ «بک» الوتکې ضد توغندي په وسيله په اوکراین کې د روسي پلوه جلا غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمه کې ويشتل شوې وه.
«اېم، اېچ ۱۷» د ۲۰۱۴ میلادي کال د جولای په ۱۷مه نېټه هغه مهال وويشتل شوه چې له امستردام څخه کواللمپور ته روانه وه. په الوتکه کې سپاره ټول ۲۹۸ مسافر او عمله ووژل شول.
د هالنډ د خوندیتوب بورډ یوه مخکني راپور ويلي وو چې «اېم، اېچ ۱۷» الوتکه په اوکراین کې د جلا غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمه کې په «بک» توغندي ويشتل شوې وه.
مسکو جلا غوښتونکو ته د داسې وسلو ورکولو خبرې او د «اېم، اېچ ۱۷» په ويشتل کېدو کې د لاس درلودو تورونه ردوي.
د روسيې دفاع وزارت په مسکو کې د سېپټمبر په ۲۶مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د پلټونکو ګډ ټيم سمې خوا ته نهدی روان.
مسکو ادعا کوي چې له راداره اخيستل شويو شواهدو له مخې «اېم، اېچ ۱۷» د اوکرايني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې څخه ويشتل شوې وه.
دا ادعا د مسکو له مخکنۍ ادعا سره په ټکر کې ده چې ويليې د رادار شواهد لري چې «اېم، اېچ ۱۷» د اوکراين د هوايي ځواک د یوې جنګي الوتکې لهخوا ويشتل شوې وه.
د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای مياشت کې روسيې په ملګرو ملتونو کې د ويټو حق وکاراوه چې د هغه قانون مخه ونيسي چې د «اېم، اېچ ۱۷» د ويشتل کېدو لپاره دې نړیواله محکمه جوړه شي. روسيې وويل چې دا اقدام به کوم اغېز ونهلري.
د پلټونکو ګډ ټيم له بریتانيا مېشتې غير دولتي ادارې بلېن کېټ سره يوځای په دې اړه کار کوي.
بلېن کېټ د پلټونکو ګډ ټيم ته داسې اسناد ورکړي او پهکې ۱۰۰ روسي پوځي پرسونل پېژندل شوي دي چې ښايي په دې پېښه کې لاس ولري.
هالنډ کې څېړونکي وايي چې د پلټونکو ګډ ټيم ښايي د ځانګړو مشکوکو کسانو نومونه ياد نهکړي.
د پلټونکو په ګډ ټيم کې له دې غمیزې د اغېزمنو شويو هېوادونو استازي شامل دي.
دغه هېوادونه هالنډ، اسټراليا، ماليزيا او بلجيم دي چې له اوکراين سره يوځای په دې اړه کار کوي.
د دې ټيم مقصد دا دی چې داسې شواهد تر لاسه کړي چې په دغو هېوادونو کې په جنايي قضيو کې وکارول شي.