د مالیزیا هوايي شرکت د ايېر اسيا يوه الوتکه چې په کې ۱۶۲ مسافر ناست وو، د خرابې هوا له کبله ورکه شوې ده. د دې الوتکې د هوايي شرکت په وينا؛ دا الوتکه نن سهار د انډونيزيا څخه سنګاپور ته روانه وه چې پر لاره ورکه شوه.
د هوايي ترافيک کنټرولرانو ارتباط له دغې الوتکې A320-200 سره په ختيځ جاوا کې له جواندا نړيوال هوايي ډګر څخه د الوتلو يو ساعت وروسته د سهار پر ۵:۲۰ بجې پرې شو.
تمه کېده چې دا الوتکه به سنګاپور ته پر ۸:۳۰ بجې ورسيږي.
له ورکېدو مخکې، د الوتکې پيلوټ له هوايي ترافيک کنټرولر څخه اجازه غوښتې وه چې د خرابې هوا له کبله غواړي د خپل پرواز پلان په پام کې ونه نيسي او پر ناوړه هوا لوړ پرواز وکړي.
د هوايي شرکت په وينا، په مسافرو کې ۱۵۶ د انډونيزيا او درې نور د جنوبي کوريا؛ يو کس د سنګاپور، يو د ماليزيا او يو هم د فرانسې وګړي وو.
د اسوشېټډ خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې الوتکه کې ۱۳۸ کسه عټان؛ يو د شيدو کوچنی او نور ۱۶ يې هم کوچنيان وو.
د انډونيزيا د هوايي ځواک په وينا؛ د دوی دوې الوتکې د جاوا د سمندر پر خوا لېږل شوي دي چې دا سمندر او شا او خوا سيمې وپلټي.
سنګاپور هم د خپل سمندري او هوايي ځواک له خوا د دې الوتکې د لټون لپاره خپلې مرستې وړاندې کړي دي.
د اسوشيېټډ پرېس د راپور له مخې؛ سپنې ماڼۍ ويلي چې د امريکا ولسمشر باراک اباما ته د دې الوتکې د ورکېدو په اړه ويل شوي دي او سپينه ماڼۍ به حالات څاري.
سږ کال دا درېيم ځل دی چې له ماليزيايي الوتکو سره داسې پيښې کيږي.
د ماليزيا هوايي شرکت الوتکه MH370 چې په کې ۲۳۹ مسافر وو؛ د مارچ په مياشت کې وکه شوه او تر اوسه يې هيڅ درک نه شو معلوم.
يو څو مياشتې وروسته، يوه بله ماليزيايي الوتکه په ختيځ اوکراين کې ولوېده او ويل کيږي چې له مځکې په توغندي ويشتل شوې وه او ټول ۲۹۸ مسافر يې وژل شوي وو.