کندز چارواکي: دشت ارچي کې ۸۵ وسله‌‎وال طالبان وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

کندز کې د پامیر شلمې فرقې چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د «۱۶ تندر» په نوم تصفیوي عملیات دوام لري او د دې عملیاتو په پایله کې ۸۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي، ۶۱ تنه‌یې ټپیان شوي او د ۷ تنه طالبانو په شمول ۴۵ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.