فعالانو له حزب اسلامي سره د سولې د تړون په خلاف لاریون وکړ
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون پر خلاف لاریون وکړ.
دوی د دغه لاریون پر مهال د تندو شعارونو په ورکولو سره وویل چې دوی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته د امتیازاتو له ورکولو او قضایې مصونیت سره مخالف دي.
دوی د عادلانه پروسې او د ټولو جنګي جنایتکارانو له محاکمې پرته په افغانستان کې د سولې روانه پروسه نیمګړې بولي.
ویډیو: ابراهیم صافی