د خوست یو شمېر مدني فعالان او روشن فکره وايي چې د افغانستان د روانې سیاسي او امنیتي ستونزې یوازنۍ حللاره سوله ده.
دوی زیاتوي، که روانې جګړې ډېر دوام هم ولري، بیا هم ښکېلې خواوې مجبوره دي چې د سولې او خبرو اترو لپاره سره کېني او تر روغې جوړې وروسته د خپل هېواد په ابادۍ او د خلکو په هوساینه کې په ګډه ونډه واخلي.
د خوست مدني فعالانو او روشن فکرو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سولې نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې.
د خوست ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني وویل، هر کله چې همدا وسلهوال مخالفین د هېواد له زیانمنېدو وروسته یو وران او کنډواله هېواد ته راستنېږي، نو اوس دې، همدې اباد او ودان هېواد ته راشي او د خپلې خاورې په ابادۍ او د خلکو لپاره د سولې په ټېنګولو کې دې ونډه واخلي.
نورشاه نوراني زیاته کړه:
"دا چې یو ځل زموږ افغانستان ورانېږي او بیا وروسته سوله کوو او خپل هېواد ته راځو، بیا کنډوالو کې اوسېږو، نو باید چې په دې اباد افغانستان کې سوله وکړو د خپل هېواد او هېوادوالو سره یوځای شو او د خپل هېواد پر پرمختګ او سولهییز ټیکاو کې رول ولوبوو."
د خوست د نادرشاه کوټ سرپرست ولسوال ګلاب منګل د روانو جګړو پړه د سیمې هېوادونو پر استخباراتو اچوي او وايي چې هغوی زموږ د خلکو له احساساتو څخه د هېواد په مقابل کې ګټه اخلي، همدارنګه یو تن مدني فعال بوستان ولیزی وايي چې مدني ټولنه د ولس د سولهییز ذهنیت د جوړولو لپاره ښه رول لوبولای شي.
ګلاب منګل او بوستان ولیزی زیاتوي:
"ولسونه هر وخت او هره لحظه د سولې په باره کې زموږ سره همکاري کوي، خو ځیني خود غرضه او خارجي استخباراتي کړۍ دي چې زموږ د ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مخورو له پاکو احساساتو څخه استفاده کوي، دوی اکمالوي او د پردیو په اشاره په خلکو کې نفاق اچوي."
"د ټولنیزو سازمانونو غړي او مدني فعالان د ولس په ذهنیت جوړونه کې رغنده رول لوبولی شي، ځکه دوی ولس سره مستقماً په اړیکه کې دي او په دوی کې د هغو کسانو نظر چې د سولې په خلافيې لري هغه روښانه کولای شي."
قومي مشر حاجي محمد علي ځدراڼ د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو ونډه ډېره ټاکونکې او اغېزمنه بولي او زیاتوي چې د حزب اسلامي سره د افغان حکومت روان مذاکرات هم ګټور دي او په دې سره د ټولو مخالفو ډلو په ګډون یوې سرتاسري سولې ته لاره هوارېږي.
حاجي محمد علي ځدراڼ وړاندې وايي:
"په دې ورځو کې د ملي یووالي حکومت د بریاوو نه یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د سولې پروسه پرمخ روانه ده، په دې ورځو کې د حکمتیار صیب په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې د مسئلې نېږدې کېدل ډېره مهمه لاسته راوړنه ده، د تنظیم سره سوله خو لویه خبره ده، که له یو فرد سره هم سوله وشي لویه خبره ده او موږ يې تائیدوو."
مدني فعال افسر سعادت په افغانستان کې د روانو جګړو تر ټولو مهم لامل د قانون نهحاکمیت بولي، دی وايي که حکومت په عامو او خاصو خلکو یو ډول قانون پلی کړي په خپله سوله راځي او د نا امنیو لمنه ټولېږي.
افسر سعادت زیاتوي:
"زما هیله له خپلو لوړپوړو چارواکو څخه دا ده چې قانون ته درناوی وکړي او قانون له ځانه نیولې تر عامو خلکو پورې یو شانې پلی کړي، انشاءالله په دې وطن کې به سوله راځي او نا امني به نهوي."
د یادونې وړ ده د سېپټمبر ۲۱مه چې د سولې د نړیوالې ورځې سره برابره ده، په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم لمانځل کېږي، که څه هم نور کلونه به دا ورځ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو په مالي همکارۍ د یو شمېر غیر حکومتي مؤسسو لهخوا لمانځل کېده، خو سږ کال په سویل ختیځ زون کې د سولې نړیواله ورځ ځايي ولایتي ادارو ولمانځله.
راپور: نجیبالله الوخېل