د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

ملي ارمان: له تورلېسته د حکمتیار نوم ایستل جنجالي موضوع ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې تړون ښايي سبا یا د جمعې په ورځ لاسلیک شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د سولې پر تړون به انجینیرامین کریم او حنیف اتمر او یا سلام رحیمي لاسلیک کوي.

ور‎ځپاڼې دا هم لیکلي تر هغې چې د حکمتیار نوم له تورلېسته نه وي ایستل شوی ولسمشرغني پر دغه تړون لاسلیک نه کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د ملګروملتونو له تورلېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل اوس یوه جنجالي موضوع ده.

همدې ورځپانې د بلخ د سرپرست والي له قوله لیکلي د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې ملاتړ کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي په داسې حال کې د ملي وحدت حکومت تر بل هر وخت زیات اوس په کورنیو لانجو، بې باوریو او اختلافونو کې راګیر دی.

د لیکوال په باور له حکمتیار او بل هر مخالف جهت سره یې دا ډول مصلحتي سوله د هېواد په روان کړکیچن وضعیت نه مثبت اغېز کولای شي او نه ترې د کوم مثبت بدلون توقع کېدای شي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي هر هغه څوک چې وسله پر ځمکه ږدي او سوله ییز ژوند ته مخه کوي، هېڅوک حق نه لري چې مخالفت یې وکړي.

اصلاح:

د اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي له سولې سره د حکمتیار یوځای کېدل به هغه وسله‎وال مخالفین چې فکر کوي له حکومت سره سوله ناممکنه ده سولې ته وهڅوي.

د لیکوال په باور په دې سره به د سولې بهیر د پاکستان له لاسه ووځي، ځکه د لیکوال د معلوماتو له مخې یوازې پاکستان په هغو طالبانو بشپړ کنټرول لري چې غواړي په هغه هېواد کې ووسیږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له قوله لیکلي، که پاکستان وغواړي په ۹۰ ورځو کې په افغانستان کې جګړه درولی شي.

XS
SM
MD
LG