د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه کې امنیتي ځواکونو ته پرون سې شنبې سپارښتنه وشوه چې د ترورېستي حملو د مخنیوي لپاره په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي.
په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې امنیتي ادارې باید د ترورېستي حملو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
کابل کې دوه اوونۍ مخکې د ملي دفاع وزارت ته مخامخ چاودنه کې تر ۴۰ تنو زیات ووژل او لږ تر لږه ۱۱۰ تنه زخمیان شول.