په داسې حال کې چې په سوریه کې اعلان شوی اوربند ټینګ شوی، خو لا هم د دې هېواد جګړو ځپلو سیمو په ځانګړي ډول حلب ښار ته نړیوالې مرستې نهدي رسېدلي.
ملګري ملتونه وايي، په عاجلو مرستو بار لسګونه لارۍ لا هم د ترکيې پولې ته نېږدې ولاړې دي او په کلابند ښار حلب او نورو سیمو کې اړین خلک دې مرستو ته سترګې په لار دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما خبرداری ورکړی دی چې که د سوريې حکومت اړینو سیمو ته د عاجلو مرستو مخنیوي ته دوام ورکړي، نو واشنګټن به د سوريې د اوربند له موافقې په شا شي.
ملګري ملتونه هم د سوريې پر حکومت انتقاد کوي چې د مرستو د کاروانونو مخته خنډونه جوړوي.
بل لور ته د سوريې حکومت پرون وویل چې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف د دې هېواد په ختیځ کې د سوريې د پوځ پر یوې اډې بمباري کړې ده.
د سوريې پوځ په یوې اعلامیه کې وویل ائتلافي ځواکونو په دیر الزور کې د دوی یوه اډه په نښه کړې ده چې سرتېرو تهيې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په یوه بل تحول کې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د سوريې د اوربند ټینکوالی مثبته خبره ده، خو د نوموړي په وینا متحده ایالات باید په دې برخه کې لا نوره رښتینوالي وښيي.
ولسمشر پوتین دا څرګندونې په قرغزستان کې وکړې.
مسکو پر واشنګټن تور لګوي چې د سوريې د جګړې په اړه د تړلو دروازو تر شا د اوربند د موافقې جزئیات افشا کوي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې له ۲۰۱۱ میلادي کال راپدېخوا د سوريې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه شاوخوا دوه نیم لکه کسان وژل شوي چې اکثرهيې ملکي وګړي دي.