د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

امریکا روسیې سره د ګډې پوځې مبارزې پلې کولو لپاره شرط وړاندې کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، څو چې په سوریه کې د محاصره شویو ښارونو اوسېدونکو ته بشري مرستې نه وي رسېدلي، امریکا به له روسیې سره په دې هېواد کې د سخت دریځو اسلامي ډلو پر ضد پر ګډې مبارزې موافقه ونه کړي.

د امریکا متحده ایالات وايي، تر هغې له روسیې سره په سوریه کې د سخت دریځو وسله والو پر ضد د شریکو پوځي عملیاتو پروګرام نه پیلوي څو چې په سوریه کې د حلب په شمول محاصره شویو ښارونو ته بشري مرستې نه وي رسېدلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې ویلي چې امریکا هیله لري روسیه به د بشار الاسد پر حکومت له خپل اغېز کار واخلي څو د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي چې د حلب ښار او نورو محاصره شویو سیمو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي

یاد وزرارت ویلي، په بشري مرستو کې د ځنډ مسله بیا بیا تکرار شوې او د نه منلو ده.

په سوریه کې د امریکا او روسیې په موافقه رامنځ ته شوی اوربند چې د سپټمبر له ۱۲ مې نېټې راهیسې پیل شوی د وړو سرغړاویو سربېره تر ډېره عملي شوی دی.

د اوربند ددې موافقې له مخې روسیه باید د بشار الاسد رژیم او امریکا باید مخالف وسله وال دې ته قانع کړي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د شوې دې موافقې له مخې که چېرې دا اوربند اووه ورځې دوام وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي نو ورپسې به روسیه او امریکا په ګډه په سوریه کې د داعش او النصره جبهې پر ضد عملیات پیلوي.

خو راپورونه وايي چې په ځینو سیمو کې د شتو ګواښونو له کبله د بشري مرستو کتارونو ته اجازه نه ده ورکړل شوي چې محاصره شویو ښارونو ته لاره ومومي.

د روسیې د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال ویکټور پوژنیخار د جمعې په ورځ وویل، د اوربند د موافقې له مخې د سوریې حکومتي ځواکونو خپل ټانکونه، زغروال موټر او هاوانونه خپلو لومړنیو ځایونو ته په شا کړي وو، خو د مخالفو وسله والو بریدونو اړ کړل چې بېرته ځینې سیمو ته ستانه شي.

بل خوا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو او روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابلل شوې څو د سوریې وروستی وضعیت وڅېړي.

له هغې را وروسته چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په پیل کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، په دې هېواد کې لږ تر لږه روانو جګړو دوه سوه پنځوس زره کسان وژلي او په میلونونو نور یې له خپلو کورنو تېښتې ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG