افغان پولې ته څېرمه د مومند ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې ځايي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په امبار تحصيل کې تر ځانمرګي بريد وروسته په امبار او پنډيالۍ تحصیلونو کې تر نامعلومې مودې پورې ګرځبنديز لګولى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د دې ايجنسۍ د امبار تحصيل پايي خان کلي کې په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګى بريد وشو چې ګڼو خلکو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
د يادې ايجنسۍ د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې د وژل شويو شمېر ٣٠ ته پورته شوى او ٢٦ کسان پهکې ټپيان دي چې د مومند او باجوړ ايجنسيو د روغتونونو په ګډون د پېښور روغتونونو ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
په امبار تحصیل کې د ځايي پوليسو يا خاصه دار ځواکونو يوه مشر پشين ګل «اې، اېف، پي» خبري اژانس سره په خبرو کې پخلى کړى چې دا يو ځانمرګى بريد و چې په جومات کې دننه شوى دى.
له بلې خوا بيا د مومند ايجنسۍ مرستيال پوليټيکل ايجنټ نويد اکبر «اې، اېف، پي» خبري اژانس ته ويلي چې امنيتي ځواکونو تر ځانمرګي بريد وروسته په امبار او پنډيالۍ کې ګرځبنديز لګولى او همدراز يې په دغو سيمو کې تلاشي عمليات هم پيل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امبار د پايي خان کلي په جومات کې په ځانمرګي بريد کې په وژل شويو او ټپيانو کې ډېرى تنکي ځوانان او ماشومان دي چې د لمانځه لپاره دغه جومات ته ورغلي و.
امبار د مومندو اېجنسۍ د کیمور غره په بېخ کې پرته سيمه ده چې سهېل تهيې د باجوړ ایجنسۍ لوی سم، شا تهیې د ملاکنډ ډوېژن سیمې او لوېدیځ تهیې د ساپو تحصیل سيمې پرتې دي.
په دغې سيمه کې تر دې مخکې هم پر حکومت پلوه قبايلي مشرانو او همداراز د امن لښکر پر غړيو بريدونه شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د مومند ايجنسۍ په جومات کې د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې جماعتالاحرار ډلې منلى او په دغه بريد کې یې د ځايي امن لښکر د ګڼ شمېر غړو د وژلو ادعا کړې.
تر دې مخکې د روانې مياشت په ٢مه نېټه د خيبر پښتونخوا د مردان په يوې سيمهييزې محکمې کې هم ځانمرګى بريد شوى و چې لږ تر لږه ١٤ کسان پهکې وژل شوي او تر ۵٠ زيات ټپيان شوي ول او مسؤليتيې جماعتالاحرار ډلې منلى و.
افغان پولې ته څېرمه د مومند ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې په دې وروستيو کې د بد امنۍ پېښې په داسې وخت کې يو ځل بيا ډېرې شوي چې پوځي مقاماتو د ٢٠١٤ میلادي کال له جون راهيسې په شمالي وزيرستان او په ځينو نورو قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.
د پوځي مقاماتو د وينا له مخې، په دغو عملياتو کې تر دې دمه تر ٣۵٠٠ زيات کورني او بهرني وسلهوال وژل شوي، د هغوى لسګونه مرکزونه او پټنځايونه لهمنځه وړل شوي او همداراز پهکې د پوځ تر ۵٠٠ زياتو سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
که څه هم په قبايلي سيمو کې د روانو پوځي عملياتو له امله په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي، خو په دې وروستيو کې ترهګرو د ملکي وګړو او اسانه هدفونو د نښه کولو لړۍ پيل کړې چې کارپوهانيې د ترهګرو لهخوا د ځان ژوندي ښودلو پېغام بولي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د مومند ايجنسۍ په جومات کې ځانمرګى بريد غندلى او ويلي يې دي چې "د پاکستان حکومت د سخت دريځو پرخلاف مبارزې ته ژمن دى."
راپور: ذبيح مومند