رحیمي: لوی اختر په درشل کې د کابل امنیتي تدابیر جدي دي
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د لوی اختر لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د اختر شپې، ورځې په یوه ارامه فضا کې تېرې کړی.
عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اختر لپاره امنيتي ځواکونو خپلې هلې ځلې ډېرې کړي او ډاډ ورکوي چې دغه ورځې به د امن په فضا کې تېرې شي.
ښاغلي رحیمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې وسلهوال مخالفین د افغانانو د اختر خوشحالۍ ګډې وډې کړي.
راپور: ابراهیم صافی