د ارزګان د مرکز ترینکوټ څخه ټول زندانیان د دغه ولایت هوایي ډګر ته انتقال شوي دي.
یو شمېر امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيوته وویل چې دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د مرکز ترینکوټ ښار په شاوخوا سېمو کې یو شمېرامنیتي پوستو سقوط وکړ او وسلهوال ښار ته ننوتل.
د ارزګان د امنیت امرحاجي عبدالقوي هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې وسلهوال ښار ته داخل شوي او افغان ځواکونه ورسره مقامت کوي.
نوموړي د تلفاتو په اړه جزئیات ورنهکړل خو خبرداری یې وکړ که افغان ځواکونو ته مهمات ونه رسېږي نو د ولایت مرکز به سقوط وکړي.
خو د دغه ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمي ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکوي چې د ښار او ولسوالیو کنټرول د دوی په لاس کې دی او وسلهوالو ته تر پنځوسو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له تیرو دوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
وسلهوالو طالبانو هم په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ترینکوټ ته ننوتي دي.