پېښورته نېږدې د عيسايانو پر ښارګوټي حمله شوې
Your browser doesn’t support HTML5
د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو پېښور ښار ته څېرمه پر ورسک روډ د عيسايانو پر يوې استوګنيزه ښارګوټي د وسلهوالو ترهګرو بريد شنډ کړى دى.
د رسنيو د راپورونو له مخې نامعلومو وسلهوالو د جمعې په ورځ سهار نېږدې ٥ بجې د پېښور په ورسک روډ کې د عيسيانو پر يوه ښارګوټي بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې لا تر دې دمه کره او دقيق معلومات نهدي ورکړل شوي.