غور کې لاهم د تښتولو شويو مسافرو برخلیک معلوم نه دی

په غور ولایت کې د پنځو تښتول شویو مسافرو د برخلیک په اړه تراوسه هیڅ راز معلومات نشته.

د غور پولیس وايي چې د دې کسانو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

وسله‎والو طالبانو پرون د غور ولایت په دولت‎یار ولسوالۍ کې له یوه موټر څخه پنځه تنه مسافر کښته کړل او له ځان سره یې بوتلل.

د غور د امنیې قومانداني وايي، تښتول شوي مسافر د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ او د بامیان ولایت اوسیدونکي وو.