د پښتو ژبې د معاصر ادب سرلارى شاعر پروفيسر رحمتالله درد د چهارشنبې په ورځ د ٨٢ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
پروفيسر رحمتالله درد د پښتو په معاصر شعر کې يو له هغو شاعرانو و چې شعر يې د خپل خيال، جوړښت او اهنګ له پلوه خپل ځانګړى رنګ لري.
رحمتالله درد د ۱۹۳۴ میلادي کال په ډسمبر کې د خېبر پښتونخوا صوبې د جنوبي سیمې لکي مروت په مستيخېل سیمه کې زېږېدلى و.
نوموړي د لکي مروت عالي لېسه کې تر لسم ټولګي، د بنو دولتي کالج کې تر دولسم ټولګي او څوارلسم ټولګى يا لېسانس زدهکړې يې د دېره اسمعیل خان په دولتي کالج کې کړې وې او بيا وروستهيې په اردو ژبه کې د ماسټرۍ سند له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړى و.
پېښور مېشتي ليکوال او شاعر اسير منګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ارواښاد درد د شاعرۍ په اړه وويل:
"درد صيب غزل يو داسې ځاى ته رسولى دى، لکه موږ وايو چې حمزه بابا د غزل استاد دى يا د استاد باچا دى، رحمتالله درد صيب بيا په هغه کې چې غزل کې کوم تغزل وي، کوم درد وي کوم کرب وي يا کوم هغه ثقافت، دود دستور يا په يو نوي انداز کې يې د پښتو غزل ډېر مخکې بوتلو. يو خو يې ډېر اسان کړو، دومرهيې اسان کړو چې د حجرې خبرې، د کور خبرې او يا داسې مقام ته ورسولو چې عامو خلکو تهيې ورسولو او عامو خلکو خوښ کړو. درد د حمزه بابا نه پس يو داسې شاعر دى چې که پښتنو چا سره مينه کړې ده، نو درد سرهيې کړې ده."
ارواښاد درد د شاعرۍ تر څنګ په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې وه او په ١٩٩٥میلادي کال کې د لکي مروت دولتي کالج نه د سر معلم يا پرنسپل په توګه تقاعد شوى و.
ښاغلى منګل د پروفيسر درد مړينه د پښتو ادب روان شعري بهير لپاره ستر زيان بولي او وايي:
"داسې شاعران په صدو کې پيدا کېږي، ډېره موده پس پيدا کېږي. داسې شاعران چې هغوى کې په خپله ډېر زيات اصليت وي، لکه موږ به دا ووايو چې په پښتو کې د نظم يو خپل ځانګړى اسلوب چې د عبدالرحيم مجذوب صيب دى، همداسې يو ځانګړى اسلوب د رحمتالله درد صيب دى. نو يقيناً چې دا يو لوى تاوان دى د پښتو ادب لپاره."
د رحمتالله درد د شعرونو اووه ټولګې "١ – غزل، ٢ – درد، ٣ – منتخب درد، ٤ – وفا، ٥ – نون نه تر نون، ٦ –هغه سترګې چې غږېږي او ٧ – ويال سړى" چاپ شوي او په دې وروستيو کې يې ټوله شاعري د "کليات درد" په نامه چاپ شوې چې په وروستۍ برخه کې يې د ارواښاد درد اردو شاعري هم ځاى شوې ده.
د يادونې وړ ده چې ارواښاد درد د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپل کلي مستيخېل کې خپلې پلرنۍ هديره کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې يې ګڼ شمېر ليکوالو، شاعرانو او د ارواښاد مينهوالو ګډون کړى و.
د ارواښاد درد د شعر څو بېلګې:
اور راباندې بل دى ماته پته ده
ستا ديدنيې حل دى ماته پته ده
خلاصه پښه کوڅو کې شرمخان ګرځي
ښار نهدى، ځنګل دى ماته پته ده
دا چې په رڼا ورځې دهاړې وهي
څوک ورسره مل دى، ماته پته ده
څومره اعتماد به په ژوند وکړمه
مرګه پورې ځغل دى، ماته پته ده
خاندې، بل ته ګورې، ما په غوږ وهې
څوک د ديدن غل دى ماته پته ده
زه به هر څه اورم څه به نهوايم
دا د يار محفل دى ماته پته ده
بيا يې چې سينګار په مازيګر کړو ځان
ماتهيې جوړ چل دى ماته پته ده
ښه غزل چې واوري نو جانان وايي:
"دا د "درد" غزل دى، ماته پته ده
_______________________
ناست وي په محفل کې خو تنها لګي
پته د مين سړي صفا لګي
دا واړه اعجاز دې د سرو شونډو دى
ته که دروغ هم وايې، رښتيا لګي
زهيې د "خوشال" غوندې په جار منم
ښکلي ګنې خلکه! د هر چا لګي
نهغواړي، د زړۀ علاج مې نهغواړي
وايه ګنې څه د مسيحا لګي
زه چې د چا بل ښکلي صفت کوم
خداى خبر چې ولې بد په تا لګي
ناز او په ستم کې فرق اسان نهدى
ښکلي موږ ته ځکه بېوفا لګي
غشي چې کاږۀ وي هدف نهلګي
ستا باڼۀ کاږۀ دي خو رسا لګي
وې ليدم، موسکۍ شوه، رو يې وويل:
"درد به مې په ټنډه خامخا لګي"
راپور: ذبيح مومند