په کلابند ښار لښکرګاه کې د توکو بیې دوه چنده شوي

د هلمند لښکرګاه ښاریان په دې ښار کې د توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

په لښکرګاه کې د خوراکي توکو قیمتونه دوه چنده لوړ شوي دي. د ولایتي شورا وکیلان وايي، لښکرګاه په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو بد وضیعت کې دی.

میاشت پوره کېږي چې د ولسوالیو په شمول د لښکرګاه کندهار تر منځ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه د اوسېدونکو او دوکاندارانو سره د دې کلابند ښار پر وضعیت خبرې کړي دي او په دې اړه نور حال وړاندې کوي.

نور راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور