محمد جواد ظريف او نېکولاس مادورو پر ځينو مسايلو خبرې وکړې

د ايران د بهرنيو چارو وزير د وېنزويلا له ولسمشر سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې.

د محمد جواد ظريف او نېکولاس مادورو خبرې په نړۍ کې د تېلو د بيې د ثابت ساتلو او د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپيک پر غښتلتيا متمرکزې وې.

وېنزويلا ته د جواد ظريف د سفر پر مهال دواړو هېوادونو په خپلو کې څو موافقې هم لاسليک کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف تېره شپه د دغو تړونونو لاسليک له وېنزويلا سره د خپل هېواد د اړيکو د پياوړتيا په لاره کې يو مهم ګام وباله.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"زه ډاډه يم هغه اهميت چې دواړه هېوادونه‌يې خپلو اړيکو ته ورکوي، نن شپه کولاى شو د دواړو هېوادونو تر منځ د پراخو همکاريو زمينو ته امکانات برابر کړو."

د وېنزويلا ولسمشر مادورو پرون د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره تر مذاکرو وروسته د خپل هېواد د دولتي ټلوېزيون له لارې وويل:

"موږ د تېلو بازار د ثبات په هدف، د ګډ درک او نوې اجماع د ايجاد او د اوپيک سازمان د صنعت غښتلتيا لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو."

په ٢٠١٤میلادي کال په نړۍ کې د تېلو بيې په ناڅاپي ډول ټيټې شوې چې د وېنزويلا او ايران په څېر د هغو هېوادونو اقتصاد يې سخت زيانمن کړ چې تر ډېره پر انرژي متکي دي.