پر امریکایي پوهنتون حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې د حملې په نتیجه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه ټپیان دي. د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې اووه محصلان، د پوهنتون یو ساتونکی یو هم د نابینایانو د لیسې ساتونکی او درې پولیس په دغه پېښه کې وژل شوي دي او په ټپيان کې نهه پولیس او پاته نور د پوهنتون محصلان او کارکوونکي دي.