کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله حمله شوې
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله حمله شوې.
د راپورونو له مخې په یاده حمله کې یو محصل وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي.
له یاد پوهنتون څخه څو تنو محصلینو رسنیو ته وویل چې د حملې پرمهال په یاد پوهنتون کې یو شمېر محصلین په زده کړه بوخت و. وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون