عبدالغفار: د مرکزي بغلان د پشه ییانو سیمې نه تر ګردابه جنګ روان دی

د بغلان چارواکي وايي، د کندز-بغلان د لويې لارې د پرانېستلو لپاره نوېو نښتو کې د وسله‎والو طالبانو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د شاهین قول اردو د دوهمې لوا قومندان جنرال عبدالغفار تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې د بغلان-کندز د لویې لارې د پرانېستلو لپاره د مرکزي بغلان د پشه ییانو له سیمې نیولې تر ګرداب سیمې جنګ روان دی او په دغه جنګ کې د دولت مخالفینو د څلورو مهمو کسانو په شمول شاوخوا ۶۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي عبدالغفار زیاته کړه:

"شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي چې څلور یې مهم دي؛ د دوی نومونه په کشفي او استخباراتي راپورونو کې وو ؛ په‎دوی کې تر ۳۵ تر ۴۰ کسانو پورې ټپیان هم شته."

جنرال عبدالغفار چې د دغو عملیاتو د یوې برخې مشري کوي وویل چې د کندز-بغلان د لویې لارې د امنیت لپاره چې تخار او بدخشان ته هم یوازینې غځېدلې لار ده جدي هلې ځلې روانې دي.

هغه پرون وویل چې دغه لاره کیدای شي نن پرانېستل شي او امنیت یي ټینګ شي.

عبدالغفار: د مرکزي بغلان جګړه کې ۲۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي

دی وايي:

"انشاالله کوښښ کوو چې سبا ته دغه لار د ترافیکو پر ‎مخ پرانېزو او دښمن ته درانه ګزارونه ورکړو."

د افغانستان د ملي اردو دغه جنرال د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په هکله څه ونه‌ویل او طالبانو هم د دغه رپوټ تر برابرېدو پورې په‎دې هکله څه نه وو ویلي.

خو ویل کیږي چې څو تنه دولتي پوځیان هم په‎دغه جنګ کې مړه او ټپیان شوي دي.

د کندز-بغلان لویه لار چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ تیریږي څو ورځې وړاندې د دهنه غوري د ولسوالۍ تر سقوط وروسته د طالبانو تر ګواښ لاندې راغله. د دغې لويې لارې ځیني برخې اوس د طالبانو په لاس‎ کې دي.دولتي کسان اوس په دې لار په اسانی تګ-راتګ نه‎شي کولای.