د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، د بروکسل ناستې لپارهیې پر یوې جامع طرحې کار کړی او د بروکسل ناستې تهیې چمتو کړې ده.
د ښځو چارو وزارت وایي، سره له دې چې افغان مېرمنو په تېرو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې خو د یاد وزارت په وینا دغه لاسته راوړنې کافي نهدي او باید په دې برخه کې نورې هڅې هم وشي.
د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د ښځو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ترتیب او جمهوري ریاست ته استولي څو د بروکسل په ناسته کې مطرح کړي.
مېرمن وردګ همدارنګه وویل چې د ښځو د حقونو د تأمین لپاره یوه طرحه هم چمتو شوې ده.
دا وايي:
"کومې اړتیاوې چې د ښځو په برخه کې د افغانستان په کچه موجودې دي، د بروکسل په ناسته کې به مطرح شي، موږ غواړو چې په عدلي او قضایي سکټور او په رهبرۍ کې د ښځو حضور نه قانوني ملاتړ ډېر شي."
ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته د روان میلادي کال د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په بلجیم کې جوړه شي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، د دې ناستې په څنډه کې د افغان مېرمنو وضعیت د څېړلو لپاره یو کنفرانس هم جوړېږي.
تر دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي و چې حکومت د شفافو حساب ورکولو، د قانون حاکمیت، د ښځو له حقونو نه ملاتړ او د بشر د حقونو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري.
په ورته وخت کې مدني فعالې حمیرا ثاقب ازادي راډيو ته وویل چې عدالت ته د ښځو کمه لاسرسي، عدلي او قضایي ارګانونو کې د دوی کمه ونډه او د سولې په خبرو اترو کې د دوی نهحضور هغه ستونزې او غوښتنې دي چې ښځې ورته د پاملرنې غوښتونکې دي.
مېرمن ثاقب همدارنګه وویل چې د ښځو په وړاندې د ستونزو د لهمنځه وړلو لپاره دوی هم په یوې طرحې کار کوي چې دغه طرحه به د بروکسل په ناسته کې وړاندې شي.
اغلې ثاقب زیاته کړه:
"له نړیوالې ټولنې به وغواړو چې افغان مېرمنې هېرې نهکړي، د افغانستان مېرمنې تر دې ډېرو مرستو ته اړتیا لري او هیله لرو چې نړیواله ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورکړي."
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله حسینه حسین وایي، سره لهدې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو په نوم افغانستان ته په میلیونونه ډالره راغلل خو په وینا یې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی راکم نهشو.
مېرمن حسین ټينګار کوي چې افغان حکومت باید له هرې ممکنه لارې هڅه وکړي څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ