چارواکي: د غني او عبدالله تر منځ خبرې دوستانه وې

د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په وینا په ارګ کې د چهارشنبې د ورځې په مازیګر د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ خبرې په دوستانه ماحول کې ترسره شوې.

جمهوري ریاست وایي چې له پلان سره سم ولسمشر د اجرائیه رئیس خبرو ته غوږ ونیو.

تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته اجرائیه رئیس ولسمشر تورن کړ چې یو شمېر پرېکړې یې د ملي وحدت د حکومت له تفاهم‌لیک سره سم نه‌دي.

د اجرائیه ریاست ویاند وویل، تمه ده چې په راتلونکې غونډه کې چې بیا به د دواړو چارواکو تر منځ په څو ورځو کې جوړه شي، ولسمشر غني خپل نظر وړاندې کړي او په درېیمه غونډه کې به نتیجه ترلاسه شي.

په پرونۍ غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال محمد خان هم ګډون کړی و.