پاکستاني پوځ په خيبر ايجنسۍ کې عمليات پيل کړي

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د افغانستان پولې ته نېږدې د خيبر ايجنسۍ په لیرې پرتو سيمو کې يې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې "ISPR" د سې شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د خیبر ايجنسۍ په "راجګال" نومې سيمه کې يې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي او څارنې لپاره په دې سيمه کې د پوځ اضافي سرتېري هم ځاى پر ځاى کړي دي.

د خبر پاڼې له مخې:

"د خیبر ايجنسۍ په دغو لوړو غرونو کې د پوځيانو د اضافي سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو مقصد په هر موسم کې د دې سيمې له درو څخه د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوى کول دي."

د پاکستان پوځي چارواکو وروسته له هغې په خیبر ايجنسۍ کې افغان پولي ته نېږدې دا پوځي عمليات پيل کړي چې د دې هېواد چارواکو په دې وروستيو کې بيا-بيا ټينګار کړى چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پاک افغان سرحدي کرښې څارنه او کنټرول ډېر مهم دى.

د پاکستان پوځي مقاماتو تر هغې په خېبر ايجنسۍ کې افغان پولي ته نږدې دا پوځي عمليات پيل کړي

په عين حال کې په دې سيمه کې د اضافه سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې تېره اوونۍ د کوټې په يوه ملکي روغتون کې خونړی ځانمرګى بريد وشو چې د ګڼ شمېر مدافع وکيلانو په ګډن په‌کې ٧٣ کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شول.

د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو تر دغه بريد وروسته څو غونډې کړي چې د ترهګرۍ د روانې څپې د مخنيوي لپاره‌يې ځينې پرېکړې هم کړي چې يوه هم په دې هېواد کې د ترهګرو د پټو ځالو او پټو ملګرو د موندلو لپاره د تلاشي عملياتو يا کومبنګ اپرېشن پرېکړه وه.

کوټې کې شوې حمله

خیبر ايجنسۍ لیرې پرته غرنۍ سيمه ده چې د افغانستان له ننګرهار ولايت سره نښتې پولې لري او د پاکستان پوځي مقاماتو په‌کې د ٢٠١٤میلادي کال په اکتوبر کې د ځايي ترهګرو ډلو پر ضد د خیبر ون او خېبر ټو پوځي عمليات وکړل.

ويل کېږي په خیبر ايجنسۍ کې د تحريک طالبان پاکستان پر وسله‌والو سربېره د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام ډلې وسله‌وال مېشت وو چې تر عملياتو مخکې يې په دې سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو خونړي بريدونه کول.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، خیبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ډېرى ترهګر ووژل شول او ګڼ شمېر نور افغانستان ته وتښتېدل چې اوس هلته پټ دي.

د پاکستان پوځي چارواکي په داسې وخت کې په خیبر ايجنسۍ کې د اضافه سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو خبر ورکوي چې افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې له دې ايجنسۍ سره د نښتي ولايت ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد پوځي عمليات پيل کړي چې د پراخو برياوو ادعا په‌کې کوي.

افغان امنيتي چارواکي نه‌يوازې دا چې په دغو سيمو کې د سلګونو داعشيانو د وژلو خبر ورکوي، بلکې ادعا کوي چې د داعش ډېرى وسله‌وال پاکستاني ترهګر دي چې اوس بېرته پاکستان ته تښتي او له دې هېواده‌يې غوښتي چې له سيمې څخه د تښتېدونکو ترهګرو پر ضد دې عمليات وکړي.

راپور: ذبيح مومند