یو شمېر افغان ځوانان د ملي وحدت پر حکومت د سختو انتقادونو ترڅنګ وايي چې حکومتي مشران د واک د وېش په سر بوخت دي او ځوانانیې له پامه غورځولي دي.
دوی وايي روان سیاسي کړکېچ ځوانان هم سخت متأثره کړي دي.
یادو ځوانانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل د ملي وحدت حکومت له جوړېدو نېږدې دوه کاله تېرېږي، خو لاهم مشران نهدي توانېدلي چې په حکومت کې د ځوانانو رول تثبیت کړي.
دوی وايي، حکومتي رهبران دې هغه ژمنې پر ځای کړي چې له ځوانانو سرهیې کړې وې.
دوو تنو ځوانانو مبینشاه او سردار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زه د یارانو بنسټ رئیس یم، افغان ځوانان صادق خلک دي دوی کولای شي ښې لاسته راوړنې ولري، نو باید نظام او حکومت له دوی څخه سالمه ګټه واخلي."
"ځوانانو ښه تعلیم کړی، د پرون ځوانان نهدي، خو له بده مرغه بېکاره دي، حکومت باید د دوی ستونزو ته بشپړ پام وکړي او له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي."
دوی وايي، لسګونه زره داسې ځوانان بېکاره ګرځي چې له پوهنتونونو څخه هم فارغ شوي چې دا خپله څنډې ته د ځوانانو د ایستلو ښکاره بېلګه ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت د رسمي ارقامو له مخې د ۱۳۹۳کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۷۰ سلنه رأیه ورکوونکي ځوانان وو.
د ملي وحدت حکومت مشرانو هم په خپلو انتخاباتي مبارزو کې له ځوانانو سره ګڼې ژمنې کړې وې چې په دغو ژمنو کې د "ځوانانو د ورزش په نامه یو وزارت" رامنځته کول هم شامل و چې تر اوسه نهدی جوړ شوی.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات وايي چې د تېر وخت په پرتله په حکومت کې د ځوانانو ونډه زیاته شوې ده.
هغه وايي:
"په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره عملاً زیات کارونه شوي، موږ ورنه راضي یو، خو بیا هم متوجې یو چې د ځوانانو لپاره زیات کار وکړو."
که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې ځوانان د حکومت په بېلابېلو برخو کې په فعالیت بوخت دي او حکومت د هغوی د ظرفیتونو په لوړولو کې لازم امکانات د دوی په واک کې ورکړي دي، خو د دغو ځوانانو په باور اوس هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
خو له دې وړاندې افغان ولسمشر ویلي و چې هڅې یې پيل کړي چې کرار کرار په حکومتي دندو ډېری ځوانان وګماري.
د چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې د ځوانانو علمي کچه لوړه شوې ده او هغه انرژي چې دوی ترلاسه کړې باید د ولس لپاره په خدمت کولو ولګول شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې احمدشاه سنګدل ازادي راډيو ته وویل دا چې ځوان نسل په فساد کې نهدی ککړ نو باید دوی ته په حکومت کې زیاته ونډه ورکړل شي.
راپور: رحمتالله افغان