د کرکټ د شپږیزو سیالیو د څلورم دور لوبو په دوام نن د کابل بازانو ټيم وتوانید چې د مس عینک ټیم ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبي پچه یا ټاس د کابل بازانو ټيم وګټله او د مس عینک لپاره یي په ۲۰ اورونو کې ۱۶۳ منډي هدف وټاکه او د مس عینک ټيم په ۱۷ اورونو کې یي ۹۸ منډي وکړي او ټوله لوبغاړې یي وسوځېدل.
د شپږیزي په دغو سیالیو کې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځو ټیمونو او یوټیم د کابل څخه ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ هرکال د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا جوړیږي.