طبیعې پېښو ته د رسیده ګې نوې طرحه جمهوري ریاست ته لېږل شوې

طبیعي پېښو ته درسیده ګۍ په برخه کې د دولت د وزیر ویاند وايي، طبیعي پېښو ته د رسیده ګۍ په اړه یې یو لړ نوې طرحې جمهوري ریاست ته لېږلي دي.

په کابل ښار کې د اباسین ځدراڼ مارکېټ له سوځېدو او سوداګرو ته په کې د میلیونونه ډالرو زیان اوښتو وروسته، طبیعي پېښو ته د رسیدو اداره د امکاناتو د کموالي خبره کوي.

د دغې ادارې ویاند محمد عمر محمدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، یوه طرحه یې جمهوري ریاست ته استولې چې له پلې کېدو سره به يې د طبیعي پېښو پرواندې رسیده ګي ښه او ستونزې به کمې کړي:

"د زیانونو د پیژندلو په اړه ډیر پروګرامونه لرو او طرحې مو جمهوري ریاست ته لېږلي دي، ځکه چې د پېښو پرواندې د مبارزې لپاره اوسني ظرفیتونه کافي نه دي، باید لوړشي."

ښاغلي محمدي وايي، د اړوندو ارګانونو ترمینځ همغږي ښه شوې خو وايي د لوړ پوړو ودانیو په جوړولو کې دلازمو معیارونو نه مراعتول، سبب شوي چې په داسې پېښو کې ځینې ستونزې رامینځته شي.

اباسین ځدراڼ مارکيټ تر سوځېدو وروسته

د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د اباسین ځدراڼ مارکېټ د سوځېدو په پېښه کې یو کس مړ، درې ټپیان او سوداګر له درنو مالي زیانونو سره مخ شول.

وچکالي، زلزلې، سیلاوونه، د ځمکې او واورو ښوئېدل، اورونه او داسې نور، هغه پېښې دي چې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزه اداره ورته، رسیده ګي کوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د یولړ زوره ورو طبیعي پېښو شاهد و چې په بدخشان ولایت کې زلزله او د ځمکې ښوئېدل يې بېلګې دي.

طبیعي پېښو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د دولت د وزیر دفتر، جمهوري ریاست ته د لېږل شوې طرحې جزییات روښانه نه کړل او جمهوري ریاست هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د اکبر موسسې مرستیال او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې کارپوه نجیب الله تجلي په دې برخه کې، د ارګانونو ترمینځ پر هم اهنګۍ او د سیمو په کره پيژندلو تاکید کوي:

"د جغرافیايي موقعیت له نظره چې ځینې پېښې کېږي، د ارګانونو او مرکز او ولایتونو ترمینځ هم اهنګي او خلکو ته د پوهاوي ورکول کولی شي چې ښه تدابیر ورته ونیول شي، دا تدابیرکولی شي د ځینو پېښو مخه ونیسي او زیانونه کم کړي."

د نړۍ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې په دې برخه کې لوړ ظرفیتونه لري او د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره پروخت اقدامات کوي.

طبیعي پېښو ته درسیده ګې په برخه کې د دولت د وزیر ویاند وايي، دوی هم هڅې تیزې کړي چې ظرفیتونه لوړکړي څو د دې ډول پېښو پر وړاندې لازم اقدامات وشي.

راپور: خان محمد سیند