د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

ستار: له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا UNHCR مسولین وايي چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېره ورځ تر بلې زیاتېږي.

په کابل کې د دغې کمېشنرۍ یو مسول فهیم ستار وايي، دا شمېره کله د ورځې ان ۱۸۰۰ کسانو ته هم رسېږي.

راستانه شوي کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت او ولس له ځورونې څخه تر پوزې رسېدلي وو.

د تورخم له لارې هېواد ته را کډه کېدونکي ډېر افغان کډوال د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کابل په ختیځ پلچرخي سیمه کې راټولېږي.

دلته دوی د کډوالۍ د وروستي شوو اسنادو له ښودلو سره د کس په سر شاوخوا ۴۰۰ ډالر تر لاسه کوي او بیا د خپلو کورونو په لور خوځيږي.

یاد کډوال د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کابل په ختیځ پلچرخي سیمه کې راټولېږي.
یاد کډوال د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کابل په ختیځ پلچرخي سیمه کې راټولېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو د دغه کمپ مسولین وايي چې هېواد ته د راکډه کېدونکو افغان کډوالو شمېره د پام وړ ډېره شوي ده.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو یا UNHCR د دغه مرکز مسول فهیم ستار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هغو کډوالو ورځنۍ متوسطه شمېره چې دوی ته د مرستو اخیستلو لپاره ورګرځي زر کسان دي خو دا شمېره کله ان ۱۸۰۰ ته رسېږي.

هغه زیاته کړه:

"د کوچني اختر نه وروسته موږ ته د ورځې زر کسان چې تقریباً دوه نیم سوه کورنۍ کیږي راځي او دلته موږ ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته کوو."

د معلوماتو له مخې د راستنېدنې شمېره یوازې تېره اوونۍ ۲۷ زره کسانو ته رسېده چې دا د ۲۰۱۴ ټول کال په نسبت هم خورا ډېروالی ښيي.

افغان کډوال چې دلته د مرستو اخیستلو لپاره انتظار کوي وايي چې کډوال نور په پاکستان کې د سختو وختونو له تېرولو تنګ شوي او په ډله ییزه توګه یې هېواد ته د راتګ زړونه ښه کړي دي.

کډوال: نور په پاکستان کې د سختو وختونو له تېرولو تنګ شوي یو
کډوال: نور په پاکستان کې د سختو وختونو له تېرولو تنګ شوي یو

هغه زیاتوي:

"زما نوم سید جعفر دی د غزني د یک د ولسوالۍ اوسیدونکی یم ټول وخت مې پاکستان کې تېر کړی هلته مخکې ژوند ښه وو خو اوس پاکستان ډېر سخت وخت شروع کړی هلته له افغانانو سره سخت چلند کوي موږ ویل له دې نه چې بې عزته کېږو ښه ده چې ووځو."

دوی وايي چې ورسره کېدونکي مرستې کفایت نه کوي بلکې افغان حکومت یې باید د سرپناهی او ځمکو غم وخوري.

یوه بل راغلي کډوال ولي محمد زیاته کړه:

"د بورډ نه راغلم په پاکستان کې مې ۳۵کاله ووتل اوس چې دلته راغلم څه راسره مرسته شوي خو کور مې په کرایه نیولای دا به یو څو میاشتې ګزاره وکړي له حکومت او ملته غواړو چې دا مرستې ډیرې کړي."

وروسته له دې چې پاکستان د روان کال تر پایه هلته د مېشتو کډوالو د اوسېدو موده وغځوله ورسره یوځای افغان کډوال د رنګا رنګ زورونې سره مخ دي.

د دې تر څنګ په پاکستان کې د افغانستان سفارت د خپل وطن ګل وطن تر شعار لاندې د کډوالو د راستنیدو کمپاین پیل کړ او افغان چارواکو بیا ویلي چې د افغانانو له راستنېدو پرته افغانستان نیمګړی دی.

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت ټولو اړونده ادارو ته دنده سپارلي چې د کډوالو د سم ځای پر ځای کېدو لپاره کار وکړي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخېل د کډوالو سره د مرستې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

​"وروسته له هغې چې د راستنیدنې لړی تېزه شوه ولسمشر ټولو ښکېلو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د کډوالو لپاره پوره چمتوالی ولري موږ ملي او نړیوالې ادارې په ګډه کارو کوو چې دوی ته د ټرانسپورټ، روغتیا او کومکي نورو بستو په برخه کې کار وکړو."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د مېشتو شاوخوا دری ملیونو کډوالو شمېره ورځ تر بلې د پام وړ کموالۍ ښيي.

خو د دغې راستنېدنې سره یو ځای یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو د کډوالو د بې کورۍ، بې کاري، روغتیايي او نورو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلي او د ملي یووالي حکومت څخه یې غوښتي چې د کډوالو ستونزې ته پاملرنه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG