اوباما: د القاعده او طالبانو د واک ختمولو سره مهمې لاسته راوړنې لرو

د متحده ایالاتو ولسمشر وايي هېواد يې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو د واک په ختمولو سره په دې هېواد کې مهمې لاسته راوړنې لري.

باراک اوباما دا څرګندونې پرون د متحده ایالاتو د پخوانیو معلولو شوو سرتېرو او افسرانو کلنی غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اوباما وویل:

"تاسو ټولو چې په افغانستان کې خدمت کړی دی، په هغه پرمختګونو کې چې تاسې يې په لاسته راوړلو کې مرسته کړې، له ویاړ څخه برخمن یاست، د القاعده کمپونه مو له مینځه یوړل، د طالبانو رژیم مو نسکور کړ او د اسامه بن لادن په برخه کې مو عدالت پر ځای کړ."

پخوانیو سرتېرو ته د باراک اوباما تر دې وینا مخکې د طالبانو دریو ځانوژونکو د کابل په ختیځ کې د نارټ ګېټ په نوم میلمستون باندې حمله وکړه چې په نتیجه کې يې د پولیسو یو افسر ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.

یاده حمله کې یو افغان پولیس ووژل شو

والستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي په نارت ګیټ کې د امریکا پوځي قراردادیان او د نړیوالو موسسو بهرني کارکونکي اوسېږي.

طالبانو تېره میاشت په کابل د پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ چې لږ ترلږه ۳۰ سرتېري په کې ووژل شول.

فري بیکن خپرونه وايې یو شمېر کتونکې په افغانستان کې د امنیتي وضیعت د خرابېدو پړه د ولسمشر اوباما پر اداره اچوي.

دا کتونکي وايي، مخکې له دې چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د ساتلو جوګه شي، ولسمشر اوباما په دې هېواد کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړ.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو په پینځلس ماموریت کې تر اوسه ۲ زره او دوه سوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.