د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید ټرمپ تر انتقادونو لاندې راغلی

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد، ډونالډ ټرمپ د دواړو- ډموکراټ او جمهوري غوښتونکو تر انتقاد لاندي راغلی دی.

دا وروسته له هغه چې ده په عراق کې د جګړې پر مهال د وژل شوي مسلمان امریکايي پوځي د مور او پلار په اړه تبصره وکړه.

هيلري کلنټن چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډموکراټ ګوند کانديده ده، پر ټرمپ تور پوري کړی چې د مسلمانانو په اړه يې سپکوونکې تبصره کړې ده.

د امريکايي مسلمان پوځي پلار خضر خان د ډموکراټ ګوند په کنوانسیون کې د ټرمپ پر هغو غوښتونو انتقاد وکړ چې وايي د لنډې مودې لپاره باید امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بنديز ولګیږي.

د جولای په يودېرشمه نېټه، خان ټرمپ د تورې ارواح څېښتن يا شرير کس وباله او وې ويل چې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران بايد له ده فاصله غوره کړي.

د خان زوی همايون په ۲۰۰۴م کال کې په عراق کې د جګړې پر مهال وژل شوی وو. ده ویلي چې ټرمپ د امریکا لپاره هيڅ ډول قرباني نه ده ورکړې.

په کنوانسیون کې د خان د وينا پر مهال يې مېرمن، غزاله، چپ ولاړه وه.

ټرمپ ويلي وو چې د خان مېرمن هلته همداسي ولاړه وه او د ويلو هيڅ ېې نه درلودل. ښايي دې د خبرو اجازه نه درلوده.

غزاله خان د ټرمپ پر ضد د جولای په یودېرشمه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لارې وويل چې دې په کنوانسيون کې ځکه خبرې ونه کړې چې د خپل زوی د مرګ په اړه خبرې ورته اوس هم زور غواړي.