هیلري کلنټن د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند لخوا خپله کاندیداتوري په رسمي ډول ومنله.
مېرمن کلنټن په فلادلفیا کې د ډیموکراټ ګوند د کنوینسیون په وروستۍ ورځ وینا وکړه او د ځینو په باور دا به د امریکا په تاریخ کې د ولسمشرۍ تر ټولو زیات له لګښتونو او شور او غوغا ډک انتخابات وي.
هیلري کلنټن په خپله وینا کې وویل، "د هغه څه پر وړاندې مو سترګې پرانستې دي چې زموږ هېواد يې خلاف دی، خو موږ نه ویریږو، موږ به د تل په شان د چیلنجونو مخته ودریږو."
مېرمن کلنټن وویل:
"هو نړی موږ ویني چې څه کوو، موږ د امریکا راتلونکې ټاکو، نو زما امریکايي وګړو راځی چې یو موټې او قوي اووسو، راځی چې راتلونکې ته وګورو چې زړورتیا او اعتماد دی، راځی چې د خپلو ماشومانو لپاره او خپل ګران هېواد ته یو غوره سبا جوړه کړو، کله مو چې دا کار وکړ امریکا به د هر بل وخت په مقایسه ستره وي، مننه، خدای دې تاسو او امریکا په خپل رحم کې وساتي."
د ډیموکراټ ګوند د کنوینسیون په څلورمه او وروستۍ ورځ هغه څلور ستوري لرونکي جنرال چې په افغانستان کې يې د نړیوالو ځواکونو مشري کړې، د هغه امریکايي مسلمان پلار چې په عراق کې وژل شوی او د هیلري کلنټن لور چیلسیا ویناوې وکړې.
هیلري کلنټن به د سپینې ماڼۍ لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي.