د امریکا پخواني ولسمشر بِل کلنټن له دیمواکراټانو او د امریکا له خلکو غوښتي چې دده مېرمنې هیلري کلنټن ته رایه ورکړي.
ښاغلي کلنټن چې د سې شنبې په شپه یې د دیموکراتانو په کنوانسیون کې خبري کولي وویل، که د ده مېرمن ولسمشره شي، هېواد به یې لا پیاوړی او لا ښه شي.
نوموړي په خپله پنځوس دقیقه یې وینا کې وویل:
"هیلري به موږ لا پیاوړي کړي، ځکه هغې یو عمر په همدې کار کې تېر کړی دی، هیله لرم چې تاسي هغه انتخاب کړی، زموږ هغه کسان چې د پرون ډیره برخه یې تېره کړې او د خپلو اولادونو او لمسیانو او د راتلونکي، په اړه فکر کوي باید هیلري ته رایه ورکړي."
تر دې وړاندي هیلري کلنټن رسماً د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه وټاکل شوه.
تمه ده پخپله هیلري کلنټن د جولای پر ۲۸ د دیموکراتانو کنوانسیون ته وینا وکړي.
نن د خپل ګوند تر پریکړې وروسته له نیویارک څخه په ویډیویې اړیکه کې له خپلو پلویانو مننه وکړه او دا یې د پرمختګ په لور یو لوی ګام وباله.