ډیموکراټانو هیلري کلنټن په رسمي ډول د کاندیدې په توګه معرفي کړه

په متحده ایالاتو کې د ډیموکراټ ګوند په روان کنونسیون کې ډیموکراټانو هیلري کلنټن په رسمي ډول د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د دې ګوند د کاندیدې په توګه معرفي کړه.

مېرمن کلنټن په رسمي توګه د ډیموکراټ ګوند له خوا د کاندیداتوری لپاره ۲ ۳۸۳ انتخاباتي هئیتونه وګټل.

د هغې سیال برني سانډرس له کنونسیون وغوښتل چې مېرمن کلنټن ته رایي ورکړي.

سندرس د کنونسیون په لومړی ورځ وویل چې هیلري کلنټن باید د امریکا ولسمشره شي.