کابل ښاریان، د ولسي جرګې غړي او د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د کابل ښار وروستۍ خونړۍ پېښه غندي او له حکومته غواړي چې د پېښې عاملین دې په ګوته او مجازات کړي.
کابل ښاریان، د شنبې د ورځې پر مظاهرې د وروستۍ خونړۍ حملې پړه هم پر حکومت او هم د مظاهرې پر تنظیموونکو اچوي.
دوی وایي، کله چې حکومت پر مظاهرې د احتمالي حملې راپورونه درلودل، باید په جدي تدابیرو یې مخه نیولې وی او د مظاهرې تنظیموونکو هم باید دې خبرداري ته پام کړی وی.
مظاهره چیان چې درد یې لیدلی امنیتي ځواکونه تورنوي چې د مظاهرې لپارهیې لازم تدابیر نهو نیولي.
"دښمن په نظام کې دننه دی، ګارنېزون مظاهره کوونکو ته احوال ورکوي چې مظاهره ونهکړي، موږ ته اطلاع راغلې برید کېږي. مظاهره کوونکي مسالمتامیزه مظاهره کوي، دا د حکومت قصور دی چې د څلور مظاهره کوونکو امنیت ونیسي."
"په حکومت کې دننه پنځم ستون دا کار کوي، حکومتیې پېژني."
ځینې بیا وايي، د افغانستان دښمنې کړۍ له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې بېثباتي رامنځته کړي او د روښنايي غورځنګ ته په کار نه وه چې په دغو نامناسبه شرایطو کې داسې یوه ستره مظاهره پلان کړي.
دوو کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل:
"زه محمد نبي عدل یم، له حملې نه مخکې امنیتي چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی و چې دا مظاهره مهکوئ. دوې ویلی موږ خپل امنیت په خپله نیولی شو."
"یوه شپه مخکې یې احوال ورکړی و چې مظاهره مهکوئ، دا به مناسبه نهوي چې د ښار خلک له ستونزو سره مخ شي، دوې په خپله ملامت دي."
د کابل ښاريان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار د دهمزنګ په چوک کې د روښنايۍ غورځنګ په مظاهره کې یوې ځان وژونکې حملې ۸۰ کسان ووژل او ۲۳۶ تنهیې ټپیان کړل.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه یو جنایت ګڼي او وايي چې حکومت دې په لومړي سر کې د پېښې له قربانیانو سره مرستې وکړي او د دې ترڅنګ دې د پېښې مختلف اړخونه بررسي کړي.
د دغه کمېسیون ویاند رفیعالله بیدار ازادي راډیو ته وویل:
"دا مسئله په کلکو ټکو سره غندو، بېرحمانه حمله وه، دولت مکلف دی چې د مظاهره کوونکو امنیت وساتي، په داسې مواردو کې دې دولت پلټنې وکړي چې عاملین مخالفین دي او که په حکومت کې دننه هغه کسان دي چې د امنیت په ټینګولو کې یې کمزوري عمل کړی دی."
کابل ښار د شنبې په ورځ د روښنايۍ غورځنګ د غړو د یوې سترې مظاهرې شاهد و.
مظاهره کوونکو وویل د حکومت له هغې پریکړې سره مخالف دي چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو برېښنا دې د سالنګ له لارې تېره شي.
افغان حکومت وايي، د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو برېښنا د لېږد پرېکړه، د روښنايي غورځنګ استازو او د حکومت متخصصینو په یو ګډ مسلکي کمېسیون کې کړې ده.
د ولسې جرګې غړی ملاتره خیل محمدي تأکید کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د پېښې اړخونه وڅېړي او هغه کړۍ چې د خلکو له احساساتو یې ناوړه ګته اخیستې، په ګوته کړي.
ښاغلی محمدي وايي:
"د کمېسیون نه غواړم چې معلومه کړي انتحاریان د کابل مرکز ته چا راتېر کړل، له هغې وروسته دي دا څېړنه هم وکړي چې د دغو مسلمانانو له پاکو احساساتو څخه څوک ناوړه ګټه پورته کوي او کرېډټ اخلي."
جمهور ريیس اشرف غنې د شنبې د ورځې د پېښې په اړه یو کمېسیون ګمارلی چې یاده پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
د کابل د شنبې د ورځې د پېښې پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.