د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې په خوګیاڼو او اچین ولسوالۍ کې د دولس ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوېو کې نهه طالبان او څلور د داعش جنګیالي دي.
خوګیاڼي وایي، دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.