عبدالله: ناټو د افغانستان حکومت او خلکو تر څنګ ده

د افغانستان اجرایيه رییس په دې باور دی چې ناټو د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ده.

عبدالله عبدالله هیله من دی چې ناټو به په وارسا کې نن له افغانستان سره پراخې ژمنې وکړي.

نن د ناټو د مشرانو د غونډې دوه همه او اخري ورځ ده.

په دې غونډه کې ډېر تمرکز پر افغانستان دی او تمه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایيه رییس عبدالله عبدالله د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادو او د هغې له نړیوالو شریکانو سره غونډه وکړي.

پرون ماسپښین د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایيه رییس د ناټو د غونډې ترڅنګ د امریکا له ولسمشر سره غونډه وکړه.

ولسمشر غني او اجراییه رییس تېره ورځ له ولسمشر اوباما سره غونډه وکړه

په دې ناسته کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره د ۲۰۱۶ کال تر اخره په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځيانو د پاتېدو پرېکړه کړې ده.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتېدو مسالې ته عبدالله عبدالله اشاره وکړه او په یوې ځانګړې مرکه کې یې ازادي راډيو ته د دې ژمنې هرکلی وکړ:

"د افغانستان ولسمشر او ما د امريکا د دې تصميم مننه وکړه چې د خپلو همکاريو د دوام ژمنه يې کړې ده، دوى د افغان امنيتي ځواکونو د مالي ملاتړ ډاډ ورکړ، د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې يادونه وکړه، که موږ د ملي يووالي پر حکومت يې باور نه لرلاى دا تصميم مو نه نيوه، د امريکا هوډ د نورو هېوادونو چې د افغانستان همکار دي، پر تصميم اغېز وکړ، دوى هم د همکاريو د دوام لپاره خپل چمتووالى څرګند کړ."

د ناټو ځیني سرچینې هم په نننۍ غونډه کې له افغانستان سره د مرستو د ژمنو تاکید کوي.

د ناټو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د ناټو د اته ویشت غړیو هېوادونو په منځ کې به یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي او نن به دا اعلان وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ وویل چې په روانه غونډه کې د افغانستان په اړه درې موضوعات څېړل کېږي.

سټولټنبرګ: روانه غونډه کې د افغانستان په اړه درې موضوعات څېړل کېږي.

له افغان ځواکونو سره د ناټو د مرستو مسئله، له افغانستان سره د ناټو د دوامداره سیاسي مشارکت او د غوڅ ملاتړ د ماموریت تمدید.

تمه ده چې نن به ناټو تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنې وکړي او د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته وغوځوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلا مشوره ورکول او له هغوی سره مرسته کول دي.