د سرپل معترضین: د جنرال دوستم عملیات د یوه ځانګړي قوم پر ضد دي

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ولسمشرد لومړي مرستیال له خوا له روانو پوځي عملیاتو څخه سرټکوي او وايي چې دا عملیات د طالبانو پر ضد نه بلکې د یوه ځانګړي قوم پر ضد روان دي.

دوی وايي چې د جنرال عبدالرشید دوستم ځیني قومندانان د طالب په نامه بې ګناه وګړي نیسي، وژني یې، له کورونو څخه یې شړي او ځمکې یې غصبوي.

د سرپل دغه معترض اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ د اجراییه رییس لومړي مرستیال انجینر محمد خان ته ورغلي وو څو یې دغه ستونزې هوارې شي.

معترض اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ د اجراییه رییس لومړي مرستیال انجینر محمد خان ته ورغلي وو

د دغو خلکو له ډلې څخه دوو تنو یې له محمد خان سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

"نوم مې حشمت الله د سرپل ولایت د امام جعفر د کلي اوسېدونکی یم؛ دوستم په سرپل کې ملیشې جوړې کړي، هلته په پښتنو زیات ظلمونه روان دی، د کمال او پاینده په نومونو د دوستم پخواني قومندانان دوی ظلمونه کوي، په روژه کې موسی خان نومیږي د دوستم قومندان دی د شهرا پوسته یې ورکړې زما د پلار، ماما او زما د نیکه کلایې دوی یې په مرمۍ وویشتلې تاسې کتلای شي.

- محمد هاشم اسحاقزی یم، د سرپل اوسېدونکی یم زموږ په سیمه کې پښتون ژوندی ورکیږي او په تور یې هم زه بېرته نیول کیږم، مشران مو بندي کیږي داسې مشران چې سل زر کوره یې شاته ولاړ دي."

دا شکایتونو په داسې حال کې کیږي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر لومړی مرستیال د سرپل په ګډون یو شمېر شمالي ولایتونو ته تللی او هلته د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه پيل کړې ده.

د اجراییه رییس لومړي مرستیال له سرپله راغلو کسانو ته وویل، دا ډول کارونه عبدالرشید دوستم نه، بلکې هغه کسان کوي چې خپل سري وسله وال دي او ناامنیو یې دغه ډول فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.

د سرپل ولایت معترضین

محمد خان ډاډ ورکړ چې دا مسئله به له لسمشر او اجراییه رییس سره شریکوي:

"دا حالت باید دوام پیدا نه کړي او باید مخه یې ونیول شي زه به حتمي او زروري له ولسمشر او اجراییه رییس سره دغه موضوع شریکوم."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جنرال دوستم په مشري د جنبش ګوند نظر راواخلو، خو له هڅې سره سره په نظر اخیستو بریالي نه شو.

خو د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم مطبوعاتي کارکوونکي حبیب قویاش ازادي راډيو ته دا ډول شکایتونو په کلکه رد کړل:

"زه داسې پېښو شاهد نه یم زه دا څرګندونې ردوم، د ولسمشر لومړی مرستیال وړاندې له دې چې عملیات پيل کړي له ټولو امنیتي ځواکونو سره جلسه نیسي او ټینګار کوي چې څوک باید ونه ځورول شي او هیچا ته زیان ونه رسیږي او که چا دا کار وکړ د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې به مجازات شي."

ښاغلي قویاش زیاته کړه، هرڅوک که په دې اړه کوم اسناد او شواهد لري، نو له دوی سره دې شریک کړي، څو دا ډول قضیې تعقیب شي.

جنرال عبدالرشید دوستم یو شمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي و

تېرکال هم جنرال عبدالرشید دوستم یو شمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي و چې هغه وخت هم دې ته ورته شکایتونه رارسېدلي و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي په شمال کې دې د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا عملیات ګټور نه بولي.

د دغې جرګې غړی انجنیر سید اکرام وايي چې د شمال په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید هر ډول عملیات د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو له خوا په همغږۍ وشي، څو عامو خلکو ته زیان ونه رسیږي.

راپور: رحمت الله افغان