اف.بي.ای له هیلري نه د شخصي ایمیلونو په اړه پوښتنې وکړې

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې پرون د بهرنیو چارو له پخوانې وزیرې او ولسمشرۍ ته کاندیدې هیلري کلنټن څخه د شخصي ایمیلونو د سرور د استعمال په اړه پوښتنې وکړې.

د میرمن کلنټن د انتخاباتي کمپاین ویاند وویل، ولسمشرۍ ته د ډیموکراټانو کاندېدې هیلري کلنټن په داو طلبانه توګه په واشنګټن کې د ایف بې ای په مرکزې دفتر کې پوښتنې ځواب کړې.

هیلري کلنټن د شخصي ایمیلونو د سرور له استعمالولو څخه دفاع کړې او وايي چې تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزیر ورته کار کړی دی.

مېرمن کلنټن دا رد کړې چې ګواکې د وزارت پر مهال يې محرم اسناد په خپلو شخصي ایمیلونو کې ساتلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تېره مې میاشت کې ویلي چې د شخصي ایمیلونو د سرور استعمال او هر ډول محرم اسناد ساتل امنیتي ګواښ پېښوي او د حکومت د ریکاډ ساتلو له قانون سره سمون نه لري.

جمهوري غوښتونکي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د کمپاین په ترڅ کې د میرمن کلنټن له خوا په شخصي ایمیلونو کې د محرمو اسنادو پر ساتلو انتقاد کوي او استدلال کوي چې په دې اړه تحقیقات د ولسمشرۍ څوکې ته د هغې ټاکل تر پوښتنې لاندې راولي.