یوره روسۍ الوتکه له ۱۰ تنه سورلیو سره لادرکه شوې

يوه روسۍ الوتکه له لس تنه سورلۍ سره لا هم د روسيې په ايرکوڅ سيمه کې لادرکه ده.

چارواکي فکر کوي چې الوتکه به نسکوره شوې وي او هغه سيمه يې هم په نښه کړې چې د دوى په باور الوتکه په کې نسکوره شوې ده.

د روسيې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو نن وويل چې ايل-يو-شين شپږاويا ډوله الوتکه پر يوه ځنګله نسکوره شوې ده.

د روسيې په راپورونو کې ويل شوي چې د الوتکې پيلوټ وروستي تماس پرون سهار د هوايي ټرافيک له څارونکو سره نيولى دى.

دغې الوتکې په يوه ځنګله د لګېدلي اور له مړه کولو سره مرسته کوله او دا يې په هغه ورځ دويمه الوتنه وه.