د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په حصارک کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په حصارک ولسوالۍ کې تېره ورځ د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي او همدا راز د هغوی یو ډاډسن ډوله موټر او ګڼ شمېر وسلې هم لمنځه تللي دي.
نوموړی وايي وروسته له هغې چې په حصارک ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ شو، د ننګرهار والي سلیم خان کندزي په هلو ځلو د هوایي بریدونو ترڅنک ځآنګړو افغان ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړل.
دی وایي، طالبانو په دې ولسوالۍ کې د یوشمېر خلکو کورونه هم سوزولي چې اندازه یې نه ده معلومه.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې لاهم په حصارک کې د طالبانو پرضد عملیات روان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.